د طالبانو د مذهبي افراطیت پر ضد د روښنفکرانو چپتیا
مذهبي افراطیت سره تل د چپتیا لار غوره شوی - اوس د دې وخت ده چې د دې پر ضد فکر ویښتیا رامنځته شي.
افغان پوهانو او روښانفکرانو څو نسلونه هڅه کړې چې د مذهبي توندلارو د معاصرې زدهکړې، بشري حقونو او ولسواکۍ پر ضد بنسټیزو استدلالونو ته په مستقیم او پرلهپسې ډول ځواب ووايي، خو دا هڅې هیڅکله ژوره او دوامداره بڼه ته ونه رسېدلې.
مذهبي توندلارو په سیسټماټیک ډول عصري ښوونځي د دیني زدهکړې سره «په بنسټیز ډول ناساز» معرفي کړي، او داسې فکري درز یې رامنځته کړی چې خپله دیني تفسیر د افغانیت، مشروعیت او برلاسۍ معیار معرفي کړي. دغه روایت د دوو موازي او په اصل کې د متخاصمو تعلیمي ماډلونو ترمنځ اوږدمهاله تنش زېږولی. هرکله چې هڅه شوې چې دیني زدهکړه د معاصر نصاب په چوکاټ کې مدغم شي، توندلارو سخت غبرګون ښودلی او اصلاحات یې شاته غوځولي؛ د ۱۹۲۹ کال د عصري ښوونځیو تړل، د ۱۹۹۰مې لسیزې په منځ کې د طالبانو بریدونه، او د نجونو پر زدهکړې اوسنی بندیز د همدې کړنلارې څرګندې بېلګې دي.
تاریخي شواهد په څرګند ډول د دوو متضادو فکري لیدلورو شخړه ښيي. مذهبي توندلارې په خپل ضد-عصري دریځ ټینګ ولاړې پاتې دي او د تعلیمي سیاست د تنظیم لپاره یې تل د خپلو عقیدوي لومړیتوبونو د حاکمېدو هڅه کړې. د طالبانو واکمني د همدې دریځ څرګند تجسم دی: دغه تحریک تل د عصري زدهکړې پر وړاندې دښمني او د ازاد فکر پر وړاندې کلک مخالفت ښودلی.
په مقابل کې، افغان روښانفکران—هم تاریخي او هم د جمهوریت په دوره (۲۰۰۲–۲۰۲۱)—اکثره دفاعي، احتیاطي او غبرګونیز دریځ غوره کړی. اصلاحپالانو د عصري زدهکړې پر اړتیا ټینګار کاوه، خو د توندلارو د ادعاوو د رد لپاره یې ديني، فرهنګي او فکري بستر ته لږ پام اړولی. د شلمې پېړۍ تر ډېرو کلونو پورې روښانفکران د سیاسي بېثباتۍ تر سیوري لاندې فعالیت کاوه: معاصر تعلیم یې ستایه، خو له توندلارو سره د فکري او عقیدوي بحث څخه ډډه کوله، ځکه وېره وه چې ښايي سیاسي او ټولنیز نظم ګډوډ کړي.
دغه تمایل د جمهوریت په دوره کې هم دوام وموند. پالیسي جوړوونکي او فکري مشران ډېری وخت د طالبانو د افراطي روایتونو د ماتولو مسؤلیت له ځانه لرې کاوه، او حتی د نجونو د زدهکړې په اړه د طالبانو د استدلال د منطقي تضادونو د افشا کولو پر ځای، ستونزې یې «کلتور» ته منسوبولې او د توندلارو د قناعت لپاره یې نصاب او ښوونیز مواد نرمول. په پایله کې، دوی د یو داسې فکري چوکاټ په وړاندې کولو کې پاتې راغلل چې د توندلارو د سخت دریځ بنسټیزې نظریې ننګولی وای.
د دې کمزورۍ پایلې ژورې وې. د جمهوریت پر مهال د افراطي روایتونو د مستقیمې مقابلې نهشتون یوه دایمي اړتیا رامنځته کړه؛ پالیسي جوړوونکي د توندلارو له غبرګون څخه وېرېدل. د طالبانو په واکمنېدو سره دا کمزوري په ښکاره او د پالیسي په کچه بریدونو بدله شوه. د قوي، منسجم او فکري مقابلې د نهشتون له امله توندلارو ته زمینه برابره شوه چې پر معاصرو بنسټونو بریدونه وکړي او له جدي مقاومت پرته یې له منځه یوسي. نو هرځل چې طالبان واک ته رسېدلي، د معاصرې زدهکړې جوړښتونه یې په قاطع ډول ړنګ کړي او د ازاد فکر فضا یې ختمه کړې.
سره له دې چې اوسنی تعلیمي بحران تر ټولو زیات د مذهبي توندلارو له کړنو سرچینه اخلي، افغان روښانفکران باید خپل تاریخي کمزوري هم په رښتیني ډول درک کړي. هغوی تاریخي فرصت، نهادي فضا او علمي سرچینې لرلې چې د توندلارو افراطي تفسیرونه—که د مدرسو د نظام په اړه وو، که د نصاب په اړه، یا د دیني زدهکړې او د افغانستان د فکري میراث ترمنځ د اړیکو په اړه—ژور او منظم نقد کړي. خو علمي هڅې د سیاسي مصلحتګرۍ تر اغېز لاندې راغلې، او ثبات، مصالحه او قدرت د فکري جرئت ځای ونیوله. کله چې فکري څېړنه د سیاسي محاسبې تابع شي، بېله شکه بنبست ته رسېږي. په افغانستان کې دغه بنبست د ښوونیزې ایډیالوژۍ ډګر تش پرېښود، چې په پایله کې توندلارو ته اجازه ورکړل شوه چې روایت تعریف کړي، پالیسي جوړه کړي، او د معاصرې زدهکړې راتلونکی په بشپړ ډول وټاکي.
اوس د دې وخت ده چې - بخصوص بهر میشت روشنفکره افغانان - سره راټول شي او د طالبانو مذهبي افراطیت او تورتم پر ضد خپل استدلال او علمي دلایل وړاندي کړي او پرېنیږدي چې یو نسل د افغانانو د دوی د ظالمانه فکر ښکار شي.

