د افغانستان ښوونیز نظام، مذهبي افراطیت او خنډونه
لومړي برخه: شلمه پیړۍ
۱. مقدمه
افغانستان د غربي او د ډېرو نورو هېوادونو په پرتله ډېر ناوخته—د شلمې پېړۍ په پیل کې—عصري ښوونې ته مخه وکړه. په ۱۹۰۳ کال کې په کابل ښار کې د هلکانو لپاره لومړنی رسمي ښوونځی، حبیبیه لیسه، پرانېستل شو. د اصلاح غوښتونکو خوځښت، چې نظریات یې په «سراج الاخبار» ورځپاڼه کې خپرېدل، هیله درلوده چې د ښوونځیو لړۍ به چټکتیا سره په مرکز او د هېواد په ګوټ ګوټ کې پراخه شي او افغانستان به ورو ورو عصري وسایل او مفکورې خپل کړي. خو تر ۱۹۱۹ کال د بشپړې خپلواکۍ پورې، له حبیبیه لیسې پرته بل هېڅ عصري ښوونیز بنسټ شتون نه درلود. له خپلواکۍ وروسته، د شاه امانالله خان په دور کې عصري زده کړې پراخې شوي او د نجونو لپاره ښوونځي هم پرانیستل شول. خو د تندلارو مذهبي ډلو د مخالفت او د حبیبالله کلکاني د واکمنۍ له امله، دا پرمختګ بیا پای ته ورسېد. د شلمې پېړۍ په ټوله موده کې د عصري زدهکړو بهیر—په ځانګړې توګه د نجونو لپاره—له ګڼو خنډونو او ستونزو سره مخ شو، او افغانانو ونشوای کړای هغه علم او پوهه ترلاسه کړي چې ورته اړتیا او هیلې یې درلودې.
۲. د عصري تعلیم پر وړاندې خنډونه
د عصري تعليم پر وړاندې مهم عوامل د بېباورۍ فضا او د خلکو د ټيټې پوهاوي کچه وه. د نولسمې پېړۍ په دویمې نیمایې کې هغه افراطي مذهبي ډلې، چې ډېر شمېر یې د انګریزانو تر واک لاندې په هند کې د دیوبند مدرسې فارغین ول، د عصري ښوونې په وړاندې کلک مخالفت درلود. دوی عصري ښوونځي د خپل مذهبي او سیاسي نفوذ پر کمزوري کېدو او د بهرنیو نظریاتو د خپرېدو وسیله ګڼل. په همدې وخت کې، د زدهکړې مرکزونه اکثره دیني مدرسې او جوماتونه ول او یوازې یو شمېر شتمنې کورنۍ به په شخصي توګه زدهکړې کولې.
په افغانستان کې د بریتانوي یرغل له کبله د بهرنیو مفکورو پر وړاندې خوځښت زور واخیست او مذهب د افغانانو د یووالي یو وسیله وګرځېد. دا وضعیت د مذهبي تندلاریو او د هغوی نظریو ته زمینه برابره کړه. په دې ترتیب، مذهبي ډلې د نولسمې پېړۍ په دوهمه نیمايي کې، په ځانګړې توګه د امیر عبدالرحمن خان په واکمنۍ کې، خپل سیاسي نفوذ پیاوړی کړ. امیر عبدالرحمن خان په همدې دوره کې د مرکزي حکومت د مشروعیت د ټینګښت لپاره د جرګې میکانېزم کمزوری کړ، مشروعیت یې له ولسي بنسټونو څخه دیني بنسټونو ته واړاوه او مذهبي ډلې یې د واک د ملاتړ اصلي سرچینه جوړه کړې.
په داسې حال کې چې نړۍ د عصري تعلیم پر لوري چټک ګامونه اخيستل، په افغانستان کې د عصري ښوونې پر وړاندې مخالفت هم د امیر عبدالرحمن خان لهخوا او هم د مذهبي ډلو لهخوا رامنځته شو او عصري ښوونه یې د بهرنۍ توطئې په نوم مسخ کړه.
سربېره پر دې، د خلکو پوهاوی دومره ټیټ و چې د عصري زدهکړو پر وړاندې د مذهبي ډلو دلیلونه یې هم نه درک کول. اکثریت اوسېدونکي لیک او لوست نشوای کړای. د معلوماتو یوازینۍ سرچینه یې دودیز روایتونه، د مذهبي او قومي مشرانو نظریات او د دولت احکام ول. تر نولسمې پېړۍ تر پایه پورې افغانستان له نړۍ سره په بشپړه انزوا کې پروت و، نو ولس یې نشوای کړای لکه د غربي هېوادونو د ولسي خوځښتونو په څېر د مترقي فکر او د هېواد د پرمختګ پر وړاندې د مذهبي او واکمنو ډلو مغرضانه بهیرونه مات کړي.
۳. خپلواکې، شاه امان الله خان او عصري زده کړې
افغانستان په ۱۹۱۹ کال کې خپله بشپړه خپلواکي له انګریزانو ولمانځله. شاه امانالله خان، چې د خپل پلار د وژل کېدو وروسته پر تخت کیناست، هماغه کال د بشپړې خپلواکۍ له اعلان وروسته سملاسي په تعلیمي نظام کې پراخ اصلاحات پېل کړل. لومړی، د معارف وزارت تأسیس شو چې د ښوونځیو پرانیستل، نصاب ترتیبول او د ښوونکو روزنه یې په غاړه واخیسته. دولت د مرکزي ادارو په همکارۍ په کابل او ولایتونو کې نوې ابتدايي او متوسطه ښوونځي پرانېستل او د ښوونیزو مرکزونو شبکه یې پراخه کړه. همدارنګه، نصاب ته عصري او علمي مضامین لکه ریاضیات، ساینس، تاریخ، جغرافیه او بهرني ژبې ورګډې شوې، او زدهکوونکو ته د تجربوي لابراتوارونو، کتابتونونو او عملي تمرینونو فرصت برابر شو.
د نجونو لپاره هم د عصري زدکړو فرصت برابر شو. په ۱۹۲۱ کال کې د ملکې ثریا په ملاتړ د نجونو لپاره د مَستورات ښوونځي پرانیستل چې د ښځو د ښوونې په برخه کې یوې مهمې تاریخي ګام و.
د مستورات ښوونځي د پرانېستلو مخکې، هغو اصلاحپالو چې له شلمې پېړۍ د پیل راهیسې یې په هېواد کې د پراخو بدلونونو غوښتنه کوله، د امانالله خان په دربار کې مهمې دندې ترلاسه کړې. تر ټولو مهم یې محمود طرزي و، چې د بهرنیو چارو وزیر وګومارل شو. د شاه د اروپا او ترکیې سفرونو اغېزو د اصلاحاتو بهیر ګړندی کړ. د ښځو د حقونو او ازادۍ د تضمین او د دودیزو جنسیتي محدودیتونو د لرې کولو هڅې یې له خپلو تعلیمي اصلاحاتو سره یو ځای کړي. په ۱۹۲۸ کال کې په لويې جرګې کې یې د حجاب د اصلاح او د یوو واده طرحې وړاندې کړې، او د هلکانو او نجونو لپاره یې د اجباري ښوونې مقررات په رسمي توګه وپیژندل. هغه په څرګنده د هغو «شاته پاتې دودونو» غندنه وکړه چې د افغان ښځو د پرمختګ پر وړاندې یې خنډونه رامنځته کړي وو (احمد، ۲۰۱۷).
د ۱۹۲۱ او ۱۹۲۸ کلونو ترمنځ، شاه امانالله خان په افغانستان کې دوه موازي اصلاحاتي څپې پیل کړې. په لومړي ګام کې یې د عصري ښوونې د پراختیا لپاره پراخ اقدامات وکړل: لومړنۍ زده کړې یې د هلکانو او نجونو لپاره اجباري اعلان کړې، د شپږو تر څوارلسم کلونو پورې یې ګډ ښوونځي رامنځته کړل او د لویانو لپاره یې د سواد زدکړې ټولګي پرانیستل—چې ځینې وختونه یې پخپله درس ورکاوه (احمد، ۲۰۱۷؛ پولاده، ۱۹۷۳). په ۱۹۲۸ کال کې یې د مَستورات ښوونځي ۲۸ فارغانې ترکیې ته د لوړو زدهکړو لپاره واستولې.
خو، د ښوونځیو او مسلکي ښوونکو د کمښت له امله د نجونو د زدهکړو پراخ پلان په بشپړ ډول عملي نشو. د دې نیمګړتیا د جبران لپاره یې په کابل کې د ښځو د ښوونکو روزنې مرکز پرانیست، څو ښځینه ښوونکو ته مسلکي زده کړې ورکړي.
ددې ترڅنګ هغه د مذهبي زدهکړو په برخه کې اصلاحات هم پیل کړل. ده په مدرسو کې د عصري معیارونو د پلي کولو هڅې وکړې او په ټولنه کې یې د ملا امامانو د رول په بیاکتنه کار وکړ. هغه هغوی ته نوي تعلیمي معیارونه وضع کړل، په ۱۹۲۸ کال کې یې د قاضیانو لپاره ځانګړې ښوونځي پرانېستل او د یوه عصري حقوقي پوهنځي د تاسیس وړاندیز یې وکړ، تر څو فارغان یې د دودیزو مدرسو د پخوانیو قاضیانو ځای ونیسي. سربېره پردې، ده د هند د دیوبند مدرسې فارغان د مذهبي دندو د اجرا وړ و نه ګڼل، چې په دې کار سره یې د مذهبي ډلو انحصار او نفوذ وننګاو.
خو دا دواړه ستراتیژۍ د هغو مذهبي ډلو او ملا امامانو له مخالفت سره مخ شوې چې د خپل سیاسي او اقتصادي واک د کمېدو ویره یې درلوده. هغه اصلاحات چې په کابل کې د روښانه پرمختګ نښه ګڼل کېده، هغوی د افراطي مذهبي ډلو او د دوی تر اثر لاندې ملا امامانو په نزد د خپل ځواک او نفوذ لپاره یوه ستره ګواښ ګڼل (احمد، ۲۰۱۷). هغوی چې د هند د دیوبند په مدرسه کې زده کړې کړې وي د دوی مخالفت لا پسې زیاتېدو، او دوی یوه منظم تبليغي پروګرام پيل کړ او د نجونو د ښوونې او د ښځو د حقونو محدودول یې د شعارونو په توګه وکارول (احمد، ۲۰۱۷؛ پولاده، ۱۹۷۳). دې کمپاین پر ځینو خلګو زیاتي اغیزې درلودي، د بیلګې په توګه د شینوارو پاڅون په دې لړ کې مهم بدلون راوستو، کله چې مذهبي ډلو او ملا امامانو د سپېڅلو شعارونو او دودیزو لارو څخه په ګټه اخېستو د خلکو ذهنونه ځانته اړول.
په پایله کې دغو پراخو مخالفتونو د شاه امانالله واکمني نسکوره کړه او هغه دې ته اړ کړ چې هېواد پرېږدي. له هېواد څخه د شاه امانالله خان وتل او د هغه د اصلاحاتي برنامې شنډېدل په لنډمهاله او اوږدمهاله توګه د نجونو پر زدهکړو او عصري تعلیم ژورې اغېزې درلودې. په لنډمهاله کې حبیبالله کلکاني واک تر لاسه کړ او په چټکۍ سره یې د نجونو ښوونځي وتړل. په اوږدمهاله کې بیا د مذهبي تندلارو نفوذ په تعلیمي سیاست کې لا نور پیاوړی شو، داسې چې هر راتلونکی واکمن د نجونو د زدهکړو د پراختیا په وړاندې له احتیاطه ډک دریځ غوره کاوه (احمد، ۲۰۱۷؛ پولاده، ۱۹۷۳).
۴. د نادرخان، ظاهر شاه او داود خان واکمنۍ او د نجونو زده کړه
د امان الله خان د پاچاهۍ له نسکورېدو څخه بیا د ۱۳۵۷ کال د ثور تر کودتا پورې څلور نيمې لسيزې، چې ډېر ځله د افغانستان په تاريخ کې د «تدريجي او له احتیاط نه ډک عصري کېدو» دور په نوم یادیږي، په واقعيت کې يو ستونزمن او تر ډېره له سياسي خنډونو سره تړلی دور و—په ځانګړي توګه د نجونو د زدهکړې په برخه کې.
د ۱۹۲۹ د سياسي ناکرارۍ وروسته، نوې واکمنه اشرافي کورنۍ راڅرګنده شوه. نادر شاه او ورپسې د هغه زوی ظاهر شاه د پاچاهۍ لومړيو کلونو د نجونو زدهکړه يو پېچلی او حساس موضوع بلله. د هغه افراطي روحاني او مذهبي ډلو د راضي کولو لپاره چې د امان الله د نسکورېدو لامل شوې وې، نجونې یې له ښوونځيو لرې وساتلي. د ۱۳۰۹ هـ ش (۱۹۳۰میلادي کال) د ښوونځیو د شاګردانو شمیرې ښيی چې ټول ۱٬۵۹۰ زدهکوونکي هلکان وو. يوه لسيزه وروسته، وضعه لږه بدله شوه. تر ۱۳۱۹ هـ ش (۱۹۴۰میلادی) پورې دولت نسبي اداري ثبات تر لاسه کړ او ۵۸٬۲۰۰ زدهکوونکې یې ښوونځیو ته جذب کړل؛ خو له دې ډلې يوازې ۹۰۰ نجونې وې او هغه هم يوازې تر شپږم ټولګي پورې محدودې وي. دا نجونو په ښوونځیو کې د شمولیت دا شمېرې د « شمیرو له اړخ نه سمبولیک، او د محتوا له اړخه د محروميت» بېلګه ده: حاکم لوري کولای شول د نجونو لپاره د عصري زدهکړې اغیزمن چاپیریال برار کړي، خو د افراطي ډلو د ویرې له کبله یې یې ونشوای کړي چې خپل ضعیف مشروعيت له خطر سره مخامخ کړي.
د ۱۹۵۰مې لسيزې—چې ډیری لیکوالان یې د افغانستان د پرمختګ د پیل لسیزه ګڼي— په راتګ سره وضعیت د نجونو د ښووني لپاره ډېره نه بدلېږي. که څه هم د بهرنيو مرستو په مټ د زيربناوو پروژې او د ښوونکو د روزنې انستيتيوتونه جوړ شول، خو د لسيزې تر وسط پوري د شاګردانو ټول شمیر ۹۶٬۰۰۰ ته ورسېد، پدې کې نجونې يوازې څلور سلنه وې. تر ټولو د اندیښنې وړ خبره دا وه چې لوړو زدهکړو ته د نجونو لاسرسی تقریباُ له نست سره برابر وو؛ يوازې پنځوس ښځې لوړو زدهکړو ته رسېدلې وې. له درېو لسېزو وروسته هم د امان الله د نجونو د ښووني موخه بشپړه نشو؛ د افراطي ډلو د مخالفت ترڅنګ ځیني نور عوامل لکه د کم عمره ودونو، جغرافيایي جلاوالي او له کابله بهر د ښځينه ښوونکو نشتوالي مهم خنډونه جوړ کړي وو.
د ۱۳۴۳ هـ ش (۱۹۶۴ میلادي) اساسي قانون د مساوي حقونو او آزادیو د بدلون واقعي څپه راوسته. د ۱۳۳۹–۱۳۴۴ هـ ش (۱۹۶۰–۱۹۶۵ میلادي) تر منځ د شاګردانو شمیر څلور چنده زيات شو او ۳۹۵٬۴۷۰ ته ورسېد؛ د نجونو شمیر شپږ چنده زياتېدو سره ۶۱٬۳۹۴ ته وخوت. سربېره پر دې، د سړې جګړې رقيبانه فضاء هم شوروي او امريکايي مرستې د ښوونځيو جوړولو، درسي کتابونو چاپ او د ښځو د بورسونو خواته واړولې. د دې پرمختګ ترڅنګ لاهم د نجونو تعداد په ښوونځیو کې ډېر کم وو - تر ۱۳۴۹ هـ ش (۱۹۷۰ میلادی) پوري، په ښوونځیو کې د نجونو تعداد یوازي ۱۴٪ وو. د ۹۲٬۰۱۴ نجونې په مقابل کې له نيم ميليون څخه ډېر هلکان په ښوونځیو کې پر زده کړې بوخت ول.


